د
وسپنې چوکاټ
-------------
ډاکټر
حنیف بکتا ش
چېرته
لاړ شم؟
نه پوهېږم.
د مینې او
باور تر منځ
نړېدلی یم
پر زړه مې
ډېر څه ګرځي
هر څه ته
چې ګورم
راته پردي
ښکاري.
زه ،
یوه
انځورته پاتې
کېږم
چې پر شاوخوا یې
د وسپنې
چوکاټ لګېدلی
سترګې
پټوم چې څه
ووینم
آیا ته په
رڼو سترګو
څه
لیدلی شې ؟
شېبې
بدلې دي
سات له خوځېدو
پاتې دی
شمال د
ونو پاڼې رژوي
او د باغ ،
د بې وسۍ
آواز
هرې
خواته خپور
دی.
ماته
داسې ښکاري
چې څوک ،
زموږ په
جونګړه کې
مینه وژني
څوک ، د ګودر
شونډې ګنډي
څوک ، د
جومات پر
دروازې باندې
جمع او
تفریق زده کوي
موږ ،
پر خپلو
اوږو صفرونه
بارکړي
او پر
کوڅې باندې مو
غټ کلپ
وهلی
حتی موږ ،
د اختر په
ورځ هم
یو بل ته
د صفر
مبارکي وایو.
سبا مې د
زوی د زېږېدو
کلیزه ده
او زه ،
حیران
پاتې یم
چې ورته
څنګه
پر خپلو
تشو لاسو
مبارکي
ووایم ؟!
When the Sun
reads the Verses of God
Hanif Baktash Kabul 2009