په هالند کې د نارنج ګل مشاعره 

 

 

 

 

انجنیرعبدالقادرمسعود11.04.2013 10:25

 


دغه مشاعره د (۲۰۱۳) زیږدیز کال د اپریل میاشتې پر اوومه (۷) نیټه د هالند د امستردام ښار په آرزو هوټل کې جوړه شوه.
په دې مشاعره کې پر کوربه هیواد سربیره له بیلابیلو اروپایي هیوادونو څخه د پښتو او دري پارسي ادب و فرهنګ نومورو څیرو، شاعرانو، ادیبانو او پوهانو او ګڼو مینه والو هم برخه اخیستې وه. 
مشاعره د قاضي نصرت صاحب زاده له خوا د پاک قرآن د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې زموږ د هیواد خوږ ژبې ویاندې، وینا والې، او تکړه شاعرې آغلې سهیلا اصغري وردک ( نظیمي) د مشاعرې په اړه خبرې پیل کړې، او ښاغلي هدایت الله وطنیار ته یې بلنه ورکړه چې دا مشاعره پرانیزي.
ړومبی مخکښ لیکوال او شاعر ښاغلي هدایت الله وطنیار د نارنج ګل د لرغوني تاریخ په اړه وینا واوروله اوبیا یې خپل یو شعر وړاندې کړ.
په دې پرتمین ادبي بنډار کې زموږ دهیواد نامیالي ژبپوهاند، ادبپوهاند، مخکښ شاعر، لیکوال، علمي اواکادمیک شخصیت استاد پوهاند دوکتورمجاور احمد زیارهم ګډون درلود.
استاد زیار تر هر څه له مخه له پارسي ژبې او ادب سره د پښتو د یوې مثبتې ملي سیالۍ پر اړینتیا رڼا واچوله او په پای کې یې خپل شعرونه واورول.
په هالند کې د افغانستان اسلامي جمهوریت شازدفیر ښاغلي عزیزالله رسولي د سفارت په استازیتوب خپل پیغام د مشاعرې ګډون کوونکو ته وړاندې کړ.
په هالند کې د (مشرقي د ادبي او فرهنګي ټولنې) مشر ښاغلي محمد قاسم عثماني د خپلو خبرو په ترڅ کې د ټولو ګډون کوونکو څخه چې په دغه مشاعره کې یې برخه اخیستې وه د زړه له کومې مننه وکړه.
په دې مشاعره کې زموږ د هیواد نامتو لیکوال، پیاوړې ناولیست او تکړه ژورنالیست ښاغلي ډاکتر ببرک ارغند یوه لنډه ادبي کیسه واوروله چې د اویایمې لسیزې تنظیمي ناتار یوه سترګو لیدلې بیلګه یې را انځوروله
صالحه واصل چې زموږ د هیواد یوه تکړه لیکواله، شاعره، انځورګره او خطاطه ده دې په دري پارسي ژبه خپل شعرونه واورول.
په آلمان کې د کونړ د فرهنګي ټولنې په استازیتوب ښاغلی مطیع الله روفي خپل پیغام اوښکلي او خوندورشعرونه وړاندې کړل.
ښاغلې استاد غلام حیدرمدد او ښاغلې عبدالوهاب فایزاو د دوی یو شمیر نور ملګري په هالند کې د حضرت ابوالمعاني مرزاعبدالقادر بیدل د اشعارو د پیژندګلوی په اړه یوه فعاله کړۍ لري، د خپلو ښکلو او په زړه پورو شعرونو په ویلو یې دا مشاعره نوره هم پسې رنګینه کړه.
آغلې سهیلا اصغري د پیاوړې او نامتو لیکوال او نوښتګر شاعر ښاغلي صدیق کاوون توفاني رالیږل شوي شعرونه هم ګډون کوونکو ته واورول.
آغلې سهیلا اصغري د مخکښ او خوږ ژبي لیکوال او شاعر ښاغلي اسدزمري، د تکړه شاعر او لیکوال ښاغلي حبیب الله غمخور او د خوږ ژبې ویاند او شاعرښاغلي اسلام الدین معارج پیغامونه او شعرونه هم ګدون کوونکو ته واوورول.
همدا راز په نوموړي مشاعره کې د غرغښت ټولنې مشر لیکوال او تکړه ژورنالیست ښاغلي بسم الله اکبري خپله وینا واوروله او د خبرو په ترڅ کې یې خپل شعرونه ولوستل.
په هالند کې د افغانانو د اتحادیو مشر ښاغلي ولي شاپور هم خپل پیغام او خبرې ګډون کوونکو ته واورولې.
آغلې آسیه محرابي په دغه مشاعره کې د آغلې سهیلا اصغري شعرونه په خپل خوږه غږ کې ګډون کوونکو ته د ترنم په ډول دیکلمه کړل او د ټنګ ټکور په برخه کې یې هم فعاله ونډه درلوده.
روشان احمدزې چې یو تکړه او خوږ ژبې د یکلماتور دی د یوشمیر شاعرانو شعرونه یې په دې ادبي غونډه کې دیکلمه کړل.
په دغه درنه اوپرتمینه مشاعره کې یو شمیر ځوانو تکړه او با استعداده لیکوالو او شاعرانو هم فعاله ونډه لرله چې دوی هم په خپلو ښکلو او خوندورو شعرونو دا مشاعره نوره هم رنګینه کړه.
د غونډې دویمه برخه د ماښام ډوډی او په زړه پورې هنري کنسرت ته ځانګړې شوې وه، چې زموږ د هیواد پیژندل شوي او تکړه هنرمندانو ښاغلي کریم لمر او میوندلمر د ټنګ ټکور په برخه کې ښکلې، په زړه پورې مستې او اتڼیزې سندرې واورولې. په دغو مستو اټنیزو نغمو کې زیات شمیر ګډون کوونکو او په تیره بیا تکړه ځوانانو په ملي اتڼ کې فعاله برخه درلوده.
د یادونې وړ ګڼم د دغې مشاعرې په غوړیدلو او رنګینولو کې د آغلې سهیلا اصغري هلې ځلې او ونډه د خوږ ژبې او تکړه شاعرې او ویاندې په توګه د خورا قدر او ستاینې وړ دي.
په دې برخه کې آغلې سهیلا اصغري استاد پوهاند زیار ته بلنه ور کړه چې د دغې مشاعرې په اړه خپله ارزونه ګډونوالو ته واوروي.استاد زیار خپلې نیوکې او خپلې لارښوونې ټولو لیکوالو او شاعرانو ته وړاندې کړې.
او همداسې د یادونې وړ ګڼم ښاغلي شمشاد ګاونډي د دغې مشاعرې د فلم جوړولو او عکس اخیستلو په برخه کې فعاله ونډه درلوده چې د ده هلې ځلې د قدر او ستاینې وړ دي.
په اروپا کې د شمشاد تلویزون استازی ښاغلي شیر زاده ساجد هم په دغه مشاعرې کې ګډون درلود چې د مشاعرې په فلم جوړولو کې یې کارنده برخه واخیسته.
آغلې برشنا، ښاغلي حاجي ګلستان احمدزي، بریالي بابرزي، محمد کریم مومند د دغې بنډارد کارونو په سمبالولو کې هم فعاله برخه درلوده. 
په پای کې ټولو درنو اغلو او ښاغلولیکوالو او شاعرانو او درنو استادانو ته د ګلانو ګیډې ډالۍ شوې او د شپې پر یوه بجه مشاعره پای ته ورسیده.

په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود