اکبرکرگر

لنډه کېسه

                      گرځون

له کلونو وروسته لاروي يو وار بيا ځان د ښار په منځ کې احساس کړ .  خو دا وار دهغه پخوا په څير نه چې هر څه اشنا او بلد او مالوم بريښيدل . دا وار چې له کلونو وروسته لاروی هر څه ته گورې نو هر څه نااشنا او پردې دي - سړکونه پردي ٬ خلک پردي ځمکه پردۍ ديوالونه او ودانۍ پردۍ . يو وار مسافر له ځانه سره فکر کوي ايا دا هر څه بدل شويدي . او که لاروی بدل دی ؟ دې پوښتنې لاروی د يوې روانې شخړې سره مخامخ کړ . هغه نه پوهيږي ٬ پوښتنه ورور رو غټيږي ٬ستره کيږي . ښار پردی شويدی . لاروی پردی شويدی . خلک پردي شوې او که بيا هم لاروی پردې شوېدی . د پرديتبوب پوښتنې لاروی هم له ځانه پردی کړ ٬ د خوب اوخيال حالتونو ته ولاړ . په ورور ورور گامونه اخلي ٬ هرې خواته د نااشنا مسافر په توگه گامونه اخلي . بلاکونو او ودانيو ته گوري سړکونو ته گوري ٬ دوکانونه ويني ٬ بازارونه وينې او بيا په دې ټولو کې د خلکو گڼه گوڼه احساسوي . او بيا ناڅاپه تېرې اوښې تېرې ماضي ته ورگرځي .

په دې وړاندې کورونو کې يې وخت شپې ورځې تيرولې . دلاروې گاونډی عجيب سړی وو . هره شپه به يې پلاستيکي شراب پر سر اړول او چې نيمه شپه به کور ته راتلو نو د کورونو په مخکې په وياله کې به پروت وو . که کوم څوک به پيدا شول نو راپورته به يې کړ ٬ او بيا به يې په وسو وسو کورته ننويست . هغه به هره شپه کالي په گرځون باندې ککړ کړي وو . چې څه به يې څښلي وو بيرته به يې راگرځولي وو . 

اوس له هغه شيبو ډير کلونه تير دي کله چې هغه ذهن ته ورشي ٬ نو گرځون ورياد شي او د گرځون دايره ستره شي ٬ دومره ستره چې يوازې د گاونډې په عمل کې پای ته نه رسيږي . بلکې ټولنه هم گرځون کوي . اوځينې انسانان ٬ اوځينې موجودات له خپله نسه بهر غورځوي ٬ چې بيا ځان د هغه برخه نه بولي . 

کلونه وړاندې ېۍ له دې څلورلارې ېوه جنازه تېر وله. نه بخښنه غواړم جنازه نه بلکې يو سخت ټپې ورغاړی وو او له درندو زگيرويو سره يې په تذکره کې ليږداوه . هغه وخت هم خلک اوتر اوتر وو. ېوازې دوه تنو تذکره په اوږو ایښې او تیروله یې .بنیادم یې ليږداوه .غونی یي زیږوو. اوتر او حیران وو . پر مخ کي يې ډيری پېژندوی کسان روان وو. پر مخکي یې راتلل شاته يې هم د خلکو ليکه جوړه وه . خو ېو بل ته ېي سلام نه ورکاوه . له هماغي ورځۍ لاروی سرګردانه وو . له هماغه ورځی پردی شوی وو . ځکه چي چا سره يې د سلام اخېستلو متره نه وه .

هغه ورځ د ډزو او باروتو د دندوکار وو ګولې هری خوا ته لګېدلې. له روغتون نه وتلی وو ٬ له ناروغ سره يې په ېوه کور کې اړولې وو. يو سهار دوه تنه دکړ کۍ له لاندۍ تېر شول . دواړه ښه دنګ زلمی ول . ېوه بل کور ته د چا پوښتنی له پاره تللی وو.دلسو منټو په واټن کی نورو دوه تنو یو له هغو تير شويو ځوانانو په څادر کۍ اچولۍ او بيرته يې تير کړ . له څادرنه وينې بهيدې لاره ټوله تکه سره وه . 

خو له لاروي سره څوک نه ول له ده سره چا تذکره هم نه وه نیولې . هغه مهال د سړکونو غاړې ګردی مورچی شوې وې ټوپک والا ټول په مورچو کې ناست ول . دډزو او خرپ وترپ تابېاېې کوله . 

رښتېا لاروی څلور لارې ته راورسيد چې هر لوری یې د ډېرو عکسونو او تصوېرونو سره سره د ستاېنو او مدحو په کلماتو او عباراتو سينگار شوی وو . 

لاروی چې اوس له هرڅه سره پردی شوی دی د هر څه په لېد و سره له تېرو ېادونو سره او له خاطرو سره ‌ژوند کوې. ناڅاپه د څلور لارې دب ڼې په ليدو سره تېرې ترخې ماضې ته ورگرځي : 

«ېوه ورځ د ماښام او مازدېګر تر منځ چې لمر د پغمان د غرونو پر سر لکه د پيښو د شاهد په څېر د کابل ښار ته کاږه کتل . ډ ېرخلک ښځې او ماشومان د ده افغانانو په تم ځاې کې د کابل ښاروالې ته مخامخ ولاړ وو. د هر چا ‌ذهن په خپل کورنې ما حول کې ډوب وو هر ېو په لاس کې د کور له پاره ېو څه نېولې وه . لمر هماغسې په برندو کتل لکه يو ګاونډی چې د بل ګاونډې د کور انګړ ته ګورې . خلک دم خود ولاړ ول .  کله چې به بس راورسېد ټولو به هڅه کوله چې دبس دروازې ته لاس کړې . خو چې د چا به متره نه وه نو نهېلې به ستانه شول . او د بل بس په انتظار به شول . لمر هماغسې کتل په غلچکې نظر باندې ....اسمان هماغسې ولاړ وو .  د اسمان غېږ هماغسې پلنه او پراخه وه .  د کابل پر سر راسواره غرونه د پېښو په انتظار ول .  او دنوېو کېسو د خوندې ساتلو له پاره ېې غېږ پرانېستې وه . لک څک ېې کتل خو څه وشول.؟

له ېوه درز سره سړکټو ل په وېنو سور شو . سړ ک د ښځو ځوانانو بو‌ډاګانو په غوښو او  وېنو ولړل شو . شور او زوږ شو لمر هم سترګې پټې کړې. د اسمان خوله هم وازه پاتې شوه د کابل د شېردروازې دېوال نور هم سر راپورته کړ نور هم پر ځا ی راپورته شو يو وار بيا د عرب تېرېګرو په مخ کې ديوال شو د وېنو سېلاب وبهېد . د کورنيو هيلې د خپلو عزېزانو د لېدو له پاره همداسې د زما ن ژورې حافظي ته په ورکښته کېدو شوی.

رسنېو اعلام وکړ چې د ازادۍ د لارې ستر قوماندان د کابل پر ښار توغوندې وورول . خو د تلفاتو شمېر مالوم نه دی. نو ځکه خو د دغه سپه سالار تصوېر د څلور لارې زېنت دې . او د غاړې هار دی(!) .  بلکې د وطن هار دی (!) او د ازادۍ د ناوی هار دی(! ) »

اوس يې څو ک ږېره او برېت نه ګورې څوک يې پراخه ټنډه نه گوري خو د زمان او تارېخ دا کرشمه هم نه لولي چې وايي : وګورۍ د هغه له څېری لا د ماشومانو او د کابل د ښارېانو وېنې د زمانو باران نه دې وړې. تر اوسه د هغو د وينو خاپونه د ده پر مخ شته . 

***
لاروې له څلور لارې تېر شو ، اخوا دې خوا ېې وکتل. خلک پلې او سواره ټول لاروې ته نااشنا وو. هوا او فضا هم نااشنا وه . ناڅاپه د تېلفون غږ  اورې . جېب ته لاس کوې . له ېو دوست سره زړه نا زړه جوړ تازه کوې . همدومره واېې هو ښه ېم.

څه دې و لېدل ؟

ـ هر څه نوې .  خلک او نوې شېان . هر څه نوې نښې نښانې . پخوا نو کوچ کړ ې دې نوې راغلې دې دوې ټول نااشنا دې. لاروې ناڅاپه بېا تېرې ماضې ته ستنيږي :

«کلونه وړاندې د دې کورونو په مخ کې اخوا ېوه ژوره وېاله وه .  زما ګاونډې به هره شپه هلته په وېاله کې لوېدلې وو . هغه به پلاستېکې کڅوړې تشولې .  ګنګس به پروت وو. په خپل کور کې يې هم ګوزاره سمه نه وه . او چې وبه ېې څښل نو دومره به پرې زېات شول چه بېا به ېې راوګرځول کالې او جامې به ېې ککړې کړې .  او له ځانه به بې ځانه شو . ناڅاپه خپل هغه گاونډی لوی او همداسې لوی او ککړ ويني .  په سترگو يې تياره خپريږي .  توره تياره .  په سږمو کې د گرځون بوی احساسوي .  احساسوي چې ښار اوس په گرځون کې ډوب دی ٬ د کرکو او نفرت گرځون .  لاروی هم د گرځون برخه ده .  ښار هم گرځون نيولی دی ٬ او تصويرونه او قهرمانان هم د گرځون له پاسه لامبو وهي ٬ گرځون ٬ هو گرځون دن ه هضميدونکو او ورستو شيانو گرځون. دا چې هيڅ څوک يې نه شي هضمولای او گرځون کوي